په کندهار کې د ۳۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۴ کیلومتره سړک جوړولو کار روان دی
د کلیوبیارغونی پراختیا وزارت دکلیوالی سړک جوړونی ملی برنامی له طریقه د ۳.۴ کیلومتره کانکریټي سړک سره د نوروساختمانونو دکندهار ډنډ ولسوالۍ بالاکرز کلي کې جریان لري او ژربه تکمیل اوګټی اخیستنې ته وسپارل شی.
یاد سړک چی د ۱۳۹۸ دقوس پر ۱۰ یې عملي کار پیل شوی وود کار له شروع بیا ترختمه سیمه ییزو اوسیدونکو ته شاوخوا ۲۴۰۰۰ کاري ورځې ایجادشویدي.
چې دیادې پروژې مجموعي قیمت: ۳۶.۴ ملیونه افغانۍ تطبیق کونکي یې څلور محلي شورا ګانې وې لکه: لوی بالاکرز شورا، کوچنی بالاکرز شورا، چمن کلي انکشافي شورا او د حاجي جمعه خان کلي انکشافي شورا.
دیادونې وړده چی دیاد سړک په رغولو سره به دسیمې خلګ په اسانۍ سره دمرکز مارکیټونوته پروخت خپل زراعتي توکي ورسوي اوهم به د یادې سیمې دولسونو لاس رسی و صحي او تعلیمي مراکزوته اسانه سي او په ټوله کې به دولسونو ترمنځ دارتباط یوه سالمه لاره اواقتصادي مسیر وي.
