په کاپیسا کې د ۶.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۸۰ متره سړک کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په تپه زار کلي کې د ۶.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۸۰ متره سړک د کانکریټولو او د اوبو وتلو د لارو جوړولو کار روان دی.
ددې سړک د جوړولو په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په جوړیدو به یې د یاد کلي د وسیدونکو او زده کونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.