په کاپیسا کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په زراعت عاشقان باغ امیر کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.
دا شبکه په سولر سنباله ده او یوه د څښاک د اوبو څاه، د ۲۰ مترو مکعبو په کچه یوه زیرمه او د احاطې دیوال به ولري.
یاده دې وي چې په دې شبکې سره به ۱۳۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۲۵۰ کورنۍ په نامستقیم ډول د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی بیامومي.