په کاپیسا کې د ۲۸.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۳۴ متره استنادي دیوال د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په سیاه قلعه او دوغ اباد کلیو کې د نږدې ۲۸.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۳۴ متره استنادي دیوال د جوړیدو کارپه دوو برخو کې روان دی.
د دې دیوال په جوړیدو سره به د سیمې د هستوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او میوه لرونکې او نا میوه لرونکې ونې د موسمي سیلابونو له ګواښه خوندي شي.
