په کابل کې د اوسپنیز کانکريټي پل او کانکریټي سړک جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۴:۴۴
جریان کار ساخت یک پایه پل و یک سرک کانکریتی به ارزش ۱۰ میلیون افغانی در کابل

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ په سرخانخیلو کلي کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوسپنیز کانکريټي پل او کانکریټي سړک جوړولو کار ۱۵ سلنه پر مخ تللی.

ددې پروژې په ترڅ کې ۴۶۴۳ کاري ورځې رامنځ ته کیږي او د سیمې ۸۷۵۰ تنه ولسي وګړي به یې له ګټو برخمن شي، ۱۸ متره اوږد اوسپنیز کانکریټي پل او ۱۱۴ متره اوږد کانکریټي سړک په پاخه ډول جوړیږي.

یاده دې وي چې د دې پروژې په بشپړتیا سره به د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې تر ډیره هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS