په کابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۷:۲۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (NCA) دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ په جویبار کلي کې د څه باندې (۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د کابل ولایت د والي رئیس دفتر حاجي خلیل، د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمد یونس حنفي، د تمویلوونکو ادارو سره د اړیکو د څانګي مسؤل ملا نورالهادي عادل، یو شمیر نورو مسؤولینو، د نوموړې ولسوالۍ سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده شبکه کې د (۴۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د (۶۲۴۳) مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د (۱۷۰) شیردهنونو او (۳۲) سولر تختو نښلول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د نوموړي کلي (۳۰۵) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS