په پکتیا ولایت کې د یوه کرنیز کانال د جوړیدو کار روان دې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د وزې ځدران ولسوالۍ اړوند د کوزې وزې کلي پراختيايي شورا لخوا د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د يوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې روانې دي چې په جوړېدو سره يې د ځايي خلکو ۶۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه به د اوبو لګونې له معياري سیسټم څخه برخمنه شي. له دې کانال څخه ۵۵ کورنۍ ګټه اخلي چې د پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته به ۱۲۳۴ کاري ورځې رامنځته شي.