په ننګرهار کې د ۱۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه کانکريټي پله د جوړيدو هوکړه ليک لاسليک شو
د ننګرهار کليو بيا رغونې او پراختيا رييس انجينر امان الله مياخيل او د کوټ ولسوالۍ د ميره خيلو شورا ترمنځ د ۱۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه پله د جوړيدو هوکړه ليک لاسليک شو.
دغه پل ۳۰ متره اوږدوالي لري چې د کوټ ولسوالۍ د کټيانيو ميره خيلو په سيمه کې جوړيږي او د ۱۲ مياشتو په ترڅ کې به يي د جوړيدو چارې بشپړې شي.
د غه پل د کوټ ولسوالۍ لسګونه کلي يو له بل سره نښلوي او دغه راز کوټ ولسوالي د هسکې مينې له ولسوالۍ سره نښلوي.
