په ننګرهار کې د کوچیانو۲۴۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د رغزي کلي کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچيانو۲۴۰ کورنيو لپاره د څښاک د پاکو اوبو ۹ څاګانې منظورې شوېدي.
په دې پروژې سره تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۰۳۵ کاري ورځې رامنځته کیږي.