د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او کارکوونکو سره لیدنه وکړه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزيرصاحب د یاد ریاست کارکوونک ته يې مهمې سپارښتنې وکړې او وویل درسپارل شوي مسؤلیتونو مو په ښه توګه ترسره کړئ او کوښښ وکړئ څو خپلو ولسونو ته چې په تېره شل کلنه دوره کې به زموږ سر په سر او مال ولاړ وو، په ښه اخلاص او ښه نیت سره خدمت وکړئ او هر هغه کار چې په ښه نیت وي پایله يې هم مثبته وي.
همداراز وزیر صاحب زیاته کړه چې موږ به خپل هېواد په خپلو انجنیرانو او بوديجې سره جوړوو او هېواد به د نورو د احسان نه پوروړی کوو او د غور ولایت د ولسونو ستونزو ته د خپلو شته امکاناتو ته په کتلو رسېدنه کوو.