په ننګرهار کې د ټوکني نواباد سړک بیارغونې چارې ۵۰ سلنه مخ ته تللې دي
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د سیمه ییزې همغږۍ ملی پروګرام له لوری په کوټ ولسوالۍ کې د یوه کانکړیټي سړک د جوړیدو چارې روانې او نږدې ۵۰ سلنه مخ ته تللې دي .
دغه سړک ۱.۳ کیلومتره اوږدوالی او څلورنیم متره عرض لري چې د کوټ ولسوالۍ له قیر سړک څخه پیل او د نواباد ترکلي پورې رسیږي اوسمهال ددې سړک د غاړې ویالو او پلچکونو د جوړیدو او دغه رازد سړک هوارولو چارې روانې دي چې په کانکړیت کولو سره به یې سلګونو کورنیو ته د ترانسپورت اساناتیاوې برابرې شي ددې سړک د جوړیدو قرارداد د ناصرخان کلي پرمختیایي شورا سره شوی دی.