په ننګرهار کې د ٤٨٤ متره محافظتي دیوال کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له لوري د ننګرهار ولایت د مهمندرې ولسوالۍ دامان ټل کلي کې د ۴۸۴ متره استنادي دیوال د جوړیدو چارې روانې دي چې تردې مهاله یې کار ٧٠ سلنه مخکې تللی دی.
د دې پروژې په تطبیق سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي شي او د سیمې د اوسیدونکو په کرنیزو حاصلاتو کې به د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شي.