په میدان وردګو ولایت کې کې د څه باندې۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو ۲۵ څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت مرکز بهسودو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د څښاک د اوبو ۲۵ څاګانې د لاسي پمپونو تر لګولو او په اساسي بڼه تر رغول کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، د یادو ټولو څاګانو لګښت د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت په غوښتنه د مالیې وزارت له لوري ورکړل شوی دی، چې ټولې پرې ١٠ میلیونه، ٢٧ زره او ٩٠٠افغانۍ لګښت شوی، چې له دې ټولګې یې لس سلنه برخه د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوې ده په دې سره د ٦٠٠په شاوخوا کې کورنیو پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیداکړ، په نږدې راتلونکې کې به په یاده ولسوالۍ کې یوه بله د اوبو شبکه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
