په لوګر کې ۲۸۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۱:۴۴
ایجاد فضای سالم درسی برای ۲۸۰ دانش آموز در لوگر

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند د منګلان کلي کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۸۰ تنه زده کوونکي د یو ښوونځی په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن شول. دا ښوونځي ۶ درسي خونې، ۱ اداري خونه او ۳ تشنابونه لري.

د دې ښوونځی د جوړېدو په ترڅ کې ځايي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۳۴۲۵ کاري ورځې رامنځته شوې وې. د يادونې وړ ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې له لوري د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې ۱۵ ښوونځيو ته د ودانیو جوړول منظور شوي، چې د يو شمېر ښوونځيو رغنیزې چارې تکميل او د پاتې نورو به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS