د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو له رئیسانو او کارکوونکو سره لیدنه وکړه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزير صاحب د یادو ریاستونو له رئیسانو سره د پروژو د پلي کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې، د کارکوونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې او وویل: د پراختیا او رغونې په برخو کې خپلو ولسونو ته په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره خدمت وکړئ، د ریاست دروازې تل د ولسونو لپاره خلاصې وساتئ او د ریاست اړوندو غوښتنو ته رسیدنه وکړئ .

محترم وزیر صاحب همداراز وویل چې زموږ هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري نو باید تل خپلې وظیفي ته په خپل وخت راشئ او درسپارل شوي کارونه مو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ترسره کړئ.

د یادونې وړ ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب په زابل ولایت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد له مقبرې څخه لیدنه وکړه او نوموړي ته يې د مغفرت دعا وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د تولیدي شرکتونو په ګډون ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست له لوري د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS