د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه چې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او د هېواد له مهمو ملي او ستراتیژیکو پروژو څخه شمېرل کېږي، لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي وویل: «پامیر د بدخشان ولایت له هغو لرې پرتو او جغرافیایي پلوه ستونزمنو سیمو څخه دی چې د کلونو راهیسې د معیاري سړک له نشتوالي سره مخ و. د سختو اقلیمي شرایطو او د واورو د درنو ورښتونو له امله د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ترانسپورتي ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ وو.

هغه زیاته کړه چې د دغه سړک په بشپړېدو سره به نه یوازې د پامیر او واخان د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې افغانستان به د خپل معاصر تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د واخان له دهلېز څخه د سړک له لارې له چین هېواد سره ونښلول شي.

نوموړي دغه پروژه د سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي ودې او سوداګریزو همکاریو لپاره یو مهم او تاریخي ګام وباله او ویې ویل چې د دې لارې په فعالېدو سره به د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو لپاره نوې دروازې پرانیستل شي او افغانستان به د سیمې د اقتصادي دهلېزونو په نقشه کې لا اغېزمن حضور ومومي.

د یادونې وړ ده چې د یاد سړک د جغل اچولو او هموارولو چارې، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري پر مخ وړل کېږي، تر اوسه (۷۵) سلنه بشپړې شوې دي او پاتې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS