په لوګر کې له ۱۷ اړو کورنیو سره د څه باندی ۱۶۳ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري له ۱۷ اړو کورنیو سره د څه باندې ۱۶۳ زره افغانيو په ارزښت د لوګر ولایت د پل علم ولسوالۍ اړوند د کنجک پايين پراختیایي شورا لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې پدې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، دال، مالګه، صابون او پوډر شامل وو.
