د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۴:۳۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې رسنیو ته وړاندې کړې.

په دې خبري کنفرانس کې د یاد وزارت د دفتر رئيس مولوي مرزا محمد شکیب، حقوقي سلاکار مولوي خیال محمد عاصم، د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئيس انعام الحق حقاني، د دغه وزارت یو شمیر کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د یاد خبري کنفرانس په پيل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: خوښ یو چې یو ځل بیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو کلنې لاسته راوړنې رسنیو او خپل دردیدلي مجاهد ولس ته وړاندې کوو، دا د نیکمرغۍ ځای دی په تېر کال کې یاد وزارت په بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي چې د یو شمیر حیاتي پروژو چارې پیل شوې او ډیری پراختیایي پروژې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رئيس مولوي مرزا محمد شکیب د دغه وزارت د یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله رسنیو ته معلومات وړاندې کړل.

دغه خبري کنفرانس د خبریالانو د پوښتنو د ځواب ورکولو او د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS