په غور کې په ۹ کیلو متره سرک، درې پلونه او څلور د څښاک اوبو د شبکو په جوړولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت له لوري د غور ولایت د لعل و سر جنګل ولسوالۍ د دهن قولانی، نونیکه، ناوه عثمان، نواوتاق، بیخ سنگ، ده پتاب او باقر کلیو کې د ۹ کیلو متره سرک، درې د موټرو پلونو او څلور د څښاک د پاکو اوبو شبکو د جوړېدو کار روان دی. ددې پروژو په جوړیدو سره په زرکونو کارګرو ته کاري فرصتونه رامنځته شي او ددې پروژو په بشپړېدو سره به د ځایي خلکو ترانسپورټي او د څښاک د پاکو اوبو د لاس رسي مشکلات حل شي.