په سرپل کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳۶ متره محافظوي دیوال او یوه پل د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د سر پل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دیو قل ارچه توی کلي کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳۶ متره محافظوي دیوال او یوه ۱۳ متره پل د جوړیدو کار روان دی.
په پام کې ده چې دا پروژه په ۴۲۰ تقویمي ورځو کې بشپړه شي چې ۳ زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.