په خوست کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د يو کرنيز کانال د جوړېدو چارې روانې دي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د متون ولسوالۍ اړوند د ځدراڼو کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ متره اوږد زراعتي کانال د جوړېدو چارې روانې دي.
چې په جوړېدو سره به يې د ځايي خلکو ۳۸۰ جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو لګونې له معياري سیسټم څخه برخمنه شي. له دې کانال څخه ۷۲ کورنۍ ګټه اخلي او د کار په بهیر کې به یې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۳۵۰ کاري ورځې رامنځته شي.
