په جوزجان کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کانګرېټي سړک کارونه روان دي
کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جوزجان ولایت مرکز شبرغان اړوند په چرمګرخانه کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۷۸ متره اوږد کانګرېټي سړک چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللي دي. دغه سړک ۴.۵ متره سور لري او د سړک دواړو غاړو ته د سړک د اوږدوالي مطابق کانګرېټي ویالې هم جوړیږي.
ددغه سړک د کاري بهیر تر پایه به د سیمې تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو ته ۳۲۰ کاري ورځې برابرې شي.