د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د آغاخان دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د آغاخان دفتر له رئیس ډاکټر نجم الدین نجم او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د آغاخان دفتر رئيس د یاد دفتر د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او وویل: په دې وروستیو کې موږ ډیرې بیلابیلې پراختیايي پروژې پلي کړي او کوښښ کوو ترڅو د خلکو د اړتیاوو پربنسټ په محرومو سیمو کې لا زیات کار وکړو.

 ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د آغاخان دفتر رئیس ډاکټر نجم الدین نجم  او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: الحمدلله اوس زموږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنیت دی او تاسې پرته له کومې ستونزې کولای شئ خپلې پروژې په ښه کیفیت سره پلي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل تاسې سره همکار دی.

 په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS