د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر استازي ښاغلي تاج الدین د یاد دفتر د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل او وویل: زه ډیر خوښ یم چې ستاسو وزارت سره په همغږۍ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو پربنسټ پروژې پلي کړي او په دې وروستیو کې زلزله ځپلو او کډوالو ته ډیره پاملرنه کړې او کوښښ کوو ترڅو د اوبو رسولو په برخه کې ډیرې پروژې عملي کړو. همداراز نوموړي زیاته کړه چې له بده مرغه په افغانستان کې د پاکستان له لوري د تیري له کبله کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او د یونیسف دفتر مشرتابه د پاکستان دغه کار غندي.

 ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د یونیسف دفتر استازي ښاغلي تاج الدین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: زه ستاسو له همکاریو څخه مننه کوم چې په هېواد مو ډیر کارونه کړي او کوئ، کوښښ وکړئ چې پروژې په ښه کیفیت او پروخت بشپړې شي ترڅو خلک ورڅخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

محترم وزیر صاحب زیاته کړه هغه کډوال چې له کمپونو څخه بېځایه شوي تاسې باید ورته د اوبو رسولو او نورو برخو کې همکاري وکړئ.

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS