په تخار ولایت کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸ کیلو متره سړک او دوو پلونو کار روان دی

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲ - ۱:۲۴
تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د قپانګر دوه لاري څخه تر پیاني کلي پورې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸ کیلو متره سړک او د ۶۰ مترو په اوږدوالي د دوو پلونو جوړولو کار روان دی.

دا پروژه ۵۱ پلچکونه، ۵۰۰ متره استنادي دیوال او ۱.۶ کیلو متره سنکاري شوې ویاله لري ددې پروژې په بشپړتیا سره به پیاني، قپانګر، زرګران، ابي دره، چهار مغزا، خوبان دره، دره لنګ، او توتک سیمې د فرخار ولسوالۍ له مرکز سره وتړل شي.

د دې پروژې په ترڅ کې ۷۸۵۱۹ کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۲۵۰۰ کورنۍ له ګټو برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS