په بلخ کې د (۳۲۰) کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام له لوري د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په «نو آباد اورزګاني» کلي کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څښلو د اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو رسولو ددغې شبکې په بشپړېدو سره د «نو آباد اورزګاني» کلي د شاوخوا (۳۲۰) کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې (۱۰۰) متره ژورې څاه کیندل، د پایپونو د شبکې غځول، د (۲۰) مکعب مترو په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول، د (۳۰) سولرونو او (۱۲۰) نلکواو نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.
د اوبو رسولو ددغې شبکې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا (۱۵۰۰) کاري ورځې هم رامنځته کړې.
