په بغلان کې پر ۳۷ اړو کورنیو د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل شول
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د غلو دانو له بانکونو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په کرم علي او پشه يي کلیو کې پر ۳۷ اړو کورنیو د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل شول.
دا مرستې د کلیوالو او د ټولنیز مالي مشارکت د وجهي پروګرام (SIG) له خوا وړاندې شوې په دې ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۱۸ لیټره غوړي ورکړل شول.
