په بدخشان کې له ۷۴ اړو کورنیو سره د ۳ اعشاریه ۶ ټنه غنمو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو بانکونو له لوري له ۷۴ بیوزلو کورنیو سره د ۳ اعشاریه ۶ ټنه ( ۵۱۸ منه) غنمو مرسته د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې وشوه. د غنمو ویشل چې د مارکوپولو کلستر اړوند د ۵ کلیو په پراختیایي شورا ګانو کې(باغ مبارک، دشتک، دهن آب، کزرنشر او کزر پیتاو) کی تر سره شول د هماغه ۸۳ متریک ټنو غنمو د ویشلو لړۍ ده چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې وه. دغه مرستې د ولسي تړون ملي پروګرام د بدخشان ولایت د اداري واحد، د بدخشان د ولایت مقام او په دغه ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا او د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ریاستونو په همغږۍ پیل شوې چې دغه مرستې به په راتلونکو ورځو کې هم روانې وي.