هلمند کې د څه باندې ۱.۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو کار د هلمند ولایت دناوه بارکزايي ولسوالۍ اړوند د غلام رسول کلي د پراختیايي شورا له خوا بشپړ شو. د دغه کانال مجموعي اوږدوالی ۲۲ متره دی او ۲۸ د اوبو د ویش دروازې هم لري چې د نوموړي کانال په وسیله ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبیږي. د دغې پروژې په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۸۵۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د کلي ۹۰ کورنۍ ترینه ګټه اخلي.
