ننګرهار کې د ۳۲ میلونه افغانیو په ارزښت د ۳.۲ کیلو متره سړک د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر امان الله میاخیل له لوري د جلال اباد ښار د اومې ناحیې اړوند د غوچکو د درې پرمختیایي شوراګانو مرکزي غوچک، قله خان او خلوان شوراګانو سره د ۳۲ میلونه افغانیو په ارزښت د کانکړیټي سړک د جوړیدو هوکړه لیلک لاسلیک شو.
دغه سړک ۳.۲ کیلو متره اوږدوالی او پنځه متره پلنوالی لري چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام NRAP له لوري په کانکړیټي ډول جوړیږي چې د غوچکو د مومن اباد کلي د دوهمې هدیرې څخه پیل او کابل هډې ته څیرمه دکانال غاړې قیر سړک سره نښلول کیږي.
د دغه سړک په جوړیدو سره به زرګونو کورنیو ته ترانسپورتي اسانتیاوې او په سلګونو بزګرانو ته د حاصل د لیږد رالیږد سهولتونه برابرشي.