د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ له اوسیدونکو سره بیړنۍ مرستې کیږي
د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو د همغږۍ غونډه د یکشنبې په ورځ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په مشرۍ چې د کرنې، مالیې، ښځو چارو وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معینانو په کې برخه اخیستې وه د یاد وزارت د مقام په دفتر کې جوړه شوه.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د غونډې په پیل کې وویل «د ارغنداب د خلکو ستونزو او غوښتنو ته ځان رسول د جمهور رییس جدي سپارښتنه ده او د همدې سپارښتنې پر بنسټ به د ارغنداب ولسوالۍ ویجاړه شوې زیربناء بیا جوړه شي او د اړمنو کسانو لاسنیوی به یې وشي.»
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د ملي دسترخوان پروګرام په ارغنداب ولسوالۍ کې یو شمیر کورنیو ته مرستې وېشلي او پاتې کورنۍ هم د مرستو تر لاسه کولو په حال کې دي.
د یادوني وړ ده چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري به د کارونو او مرستو د مدیریت په اړه یو ځانګړی میکانیزم جوړ شي او اړونده وزارتونه به هم خپلې مرستې د همدې میکانیزم له لارې منظمې او همغږي کړي تر څو د ارغنداب زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسیږي او ستونزې یې حل شي.
