د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ له اوسیدونکو سره بیړنۍ مرستې کیږي

mrrd-admin
Wed, Apr 21 2021 9:14 AM
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ له اوسیدونکو سره بیړنۍ مرستې کیږي

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو د همغږۍ غونډه د یکشنبې په ورځ د کلیو بیا رغونې او ‏پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په مشرۍ چې د کرنې، مالیې، ښځو چارو وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د ‏خپلواکې ادارې معینانو په کې برخه اخیستې وه د یاد وزارت د مقام په دفتر کې جوړه شوه‎.‎

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د غونډې په پیل کې وویل «د ارغنداب د خلکو ستونزو او غوښتنو ته ‏ځان رسول د جمهور رییس جدي سپارښتنه ده او د همدې سپارښتنې پر بنسټ به د ارغنداب ولسوالۍ ویجاړه شوې زیربناء ‏بیا جوړه شي او د اړمنو کسانو لاسنیوی به یې وشي.»

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د ملي دسترخوان پروګرام په ارغنداب ولسوالۍ کې یو شمیر کورنیو ته مرستې وېشلي او پاتې کورنۍ هم د مرستو تر لاسه کولو په حال کې دي‎.‎

د یادوني وړ ده چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري به د کارونو او مرستو د مدیریت په اړه یو ځانګړی میکانیزم ‏جوړ شي او اړونده وزارتونه به هم خپلې مرستې د همدې میکانیزم له لارې منظمې او همغږي کړي تر څو د ارغنداب زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسیږي او ستونزې یې حل شي.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 8:37 AM
Background image

Coordination Seminar of Central and Provincial Directors Concludes

The three-day coordination seminar for central and provincial directors of the Ministry of Rural Rehabilitation and Development concluded today with a speech by the honorable Al-Haj. . .

Mon, Apr 13 2026 1:51 PM
Background image

Respected Minister of Rural Rehabilitation and Development Meets with International Scholars

Respected Al-Hajj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with scholars from Turkey, Kenya, Burkina Faso, Nigeria,. . .

Mon, Mar 09 2026 1:52 PM
Background image

Meeting between the Honorable Minister of Rehabilitation and Rural Development and the UNICEF Representative

Today, Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, the Minister of Rehabilitation and Rural Development, met with Dr. Tajudeen Oyewale, the Representative of the UNICEF Office in Afghanistan, and. . .

BACK TO NEWS