د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کندز ولایت کې (۹) چیک ډیمونه جوړیږي

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۹:۲۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندز ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د څه باندې (٣۰) میلیونه افغانیو په لګښت (۹) چیک ډیمونه جوړیږي، چې له جملې څخه يې نن د یاد وزارت د سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندازده او مل پلاوي له لوري د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د (۶) چیکډیمونو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې عملا پيل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د کندز ولايت د والي د دفتر رئيس مولوي عبدالغفور شهيدزی، د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال مولوي ګل محمد الياس، د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي اسدالله حامد، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په جوړیدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS