د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو روزنیز ورکشاپ ترسره شو

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۰:۴۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي رئیسانو، ولایتي رئیسانو او ولایتې انجینرانو د همغږۍ درې ورځنی دایر شوی روزنیز ورکشاپ د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ د انټرکانټینینټال هوټل په مقر کې ترسره شو.

په یاد ورکشاپ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر، د چارو ادرې سرپرست رئیس نورالحق انور، د وزارت مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رئیسانو او همدارنګه د ولایتونو انجینرانو ګډون کړی وو.

د ورکشاپ په پیل کې د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده ولایتي رئیسانو ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو سکتوري وزارت دی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پام وړ فعالیتونه لري او د ولایتې ریاستونو، پراختیایي شوراګانو او همکارو مؤسسو په همکارۍ او همغږۍ بیلابیلې پروژې پلې کوي.

وروسته ولایتي رئیسانو په خپل نوبت سره خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او د خپلو ولایتونو د خلکو عمده ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د دغه روزنیز ورکشاپ په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د ولایتونو ټولو رئیسانو ته د متوازن انکشاف هدایت وکړ او وویل چې مستحق او اړمنو خلکو ته د پروژو د تطبیق په وخت کې لومړیتوب ورکړئ.

همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه د دغه روزنیز ورکشاپ موخه دا ده چې د ولایتي ادارو سره هماهنګي او  د مؤسساتو لپاره د جوړ سوي طرزالعمل له مخي د هغو سره د تفاهم نامي لیکلو وروسته له دوی سره په کارو کې همکاري وکړئ، ترڅو د پروژو تطبیق د ځنډ او خنډ سره مخ نسي او د ټولو پروژو سم نظارت مو مسؤلیت دی.

په نوموړي ورکشاپ کې د چارو ادارې سرپرست شيخ نورالحق انور د دي ورکشاپ د اهمیت او ارزښت په هکله خبري وکړې او وویل، دنده یو امانت دی او باید په دولتي ادارو کې وړ کسان وګمارل شي.

ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویش او خیر دعائيې په کولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS