د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر صاحب له لوري په هلمند ولایت کې د یو لوی ګبيوني دیوال د جوړولو چارې پيل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په قلعه ګز سيمه  کې د لوی ګبيوني دیوال د (۷۲) ميليونه افغانيو په لګښت د شاوخوا  (۳۲۰۰) مترو په اوږدوالي د جوړولو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د هلمند ولايت والي حاجي مولوي امان الدين منصور،د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس ملا محمود ثاني،د ګرشک ولسوالۍ ولسوال حاجي معاون صاحب ، د امنیې قمندان ٫ یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې محترم وزیر صاحب ارزښتناکه وینا وکړه او وویل:موږ به  هيواد والو ته د خپل مسؤليت له مخې  خدمات وړاندي کوو ، چې تر څو هيواد والو او  په خاص ډول د کليوالي ولسونو ستونزي حل کړو

د یاد ګبيوني دیوال د کار په بهیر کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړي سيمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او استوګنه کورونه د سیلابونو او موسمي بارانونو له زیان څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS