د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت نوي مرستیال وزیر شهزار ځدراڼ د دوامداره انرژۍ پروګرام لیدنه وکړه

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۰:۵۵
انرژی پایدار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نوي ټاکل شوي مرستیال وزیر ښاغلي شهزار ځډران د وزارت د برنامو د لیدنې په لړ کې د افغانستان د کلیو پراختیا لپاره د دوامدراه انرژي پروګرام له مشرتابه ټيم او همکارانو سره ګډه ناسته ترسره کړه او د یاد پروګرام د کارونو پر څرنګوالي یې خبرې اترې وکړې. دغه ناسته کې د دوامداره انرژي پروګرام اجرائیوي رییس ښاغلي محمد اجمل شینواري ښاغلي ځډران ته د نوې دندې د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د دوامداره انرژۍ پروګرام د لاسته راوړنو، فعالیتونو او د راتلونکو پلانونو په هکله مفصل معلومات شریک کړل. د یادونې وړ ده چې د برنامو مرستیال وزیر ښاغلي ځډران د دوامداره انرژي پروګرام کارونه وستایل او د کارونو د لا ښه پرمختګ د سپارښتنې ترڅنګ  یې د پروګرام د لا پیاوړتیا لپاره د ملاتړ ډاډ ورکړ. چې د دوامداره انرژي پروګرام د مشرتابه لخوا یې هرکلی او د ترسره کېدو ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS