د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د ښو طرحو او غوره خدمتونو په سبب د نوي فکر بنسټ له لوري په یوه ستره ولسي ناسته کې په مډال ورکولو سره وستایل شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه بېلابېلې برنامې پلان کړي، چې د ځینو کارونه یې په کلیو کې پیل شوي، چې له پلي کېدا وروسته به د کلیوالو په ژوند جوت اغیز ولري.
