د ( چهارشنبه علمی) دولسم سیمینار « د تلپاتې پرمختیا د بستر سازۍ په برخه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت رول» تر سرلیک لاندې تر سره شو
د افغانستان د کلیو د پرمختیا انسټیټیوټ خپل پر لپسې دولسم سیمینار تر سره کړ چې سرلیک یې و « د تلپاتې پرمختیا د بستر سازۍ په برخه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت رول» دا سیمینار چې د پلازمینې د زون د پرمختیا د ادارې د سلاکار جار الله منصوري په وینا پیل شو د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ۷۰ تنو مرکزي کارکوونکو نیغ په نیغه او ولایتي کارکوونکو په انلاین بڼه په کې ګډون وکړ.
په دې سیمینار کې جارالله منصوري تلپاتې پرمختیا د قران له لیدلوري، پرمختیا یانې خپلواکي او د کلیو د پرمختیا له لیده و ارزوله او ویې ویل « تلپاتې پرمختیا د اوسمهال او راتلونکو ټولنو د ټولو غړو رنګارنګ اړتیاوې پوره کړې دي، ټولنیزه همغږي او د افرادو د سلامتۍ کچه لوړوي، تلپاتې پرمختیا د سلیقو پر بنسټ نه بلکې د سیستم او له هغه څخه په ګټې اخیستنې رامنځ ته کیږي، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت چې په کلیوالي برخه کې محور سیستمه اداره ده له مرستندویه ټولنو د خپلواکۍ، د تلپاتې پرمختیا لپاره د بستر جوړونې او کلیوالي رنسانس په برخه کې ارزښتناک رول لري»
د سیمینار په پای کې د وزارت د مشرتابه پلاوي له لوري جارالله منصوري ته د هغه د همکارۍ له کبله د مننې لوحه ډالۍ شوه.
