تیره اونۍ په هیواد کې د دریو ښوونځيو کار بشپړشوی او د ۷ نورو ښوونځيو کار مخ په بشپړتیا دی

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۵/۲۴ - ۱۵:۵۸
مکاتب

د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د میدان وردګ ولایت په نرخ، د خوست په تڼیو، او د هرات په کشک رباط سنګي ولسوالیو کې د دریو ښوونځيو کار بشپړ شوی دی. او د کندز په امام صیب، د ننګرهار په خوګیاڼيو، د کابل په فرزه، د کندهار په دامان، د فاریاب په خان چهار باغ  او د بلخ ولایت په خلم او نهرشاهي ولسوالیو کې د ۷ نورو ښوونځيو کار نږدې پای ته رسیدلی چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا ښوونځي ۱۲، ۸، ۶، او یا ۴ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري او د کار په ترڅ کې یې ماهرو او نا ماهرو کارګرو ته ۳۰ زره او ۵۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شوي.

د یادونې وړ ده چې په بشپړو شویو ښوونځيو سره  ۱۱۲۰ زده کونکي د ښوونې او روزنې له وړ چاپیریاله برخمن شول او ۴۵۰۰ زده کونکي به د هغو ښوونځو له ګټو برخمن شي چې بشپړتیا ده نږدې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS