په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه باندې (۲۰۱) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې نن د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په دې غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د پکتیکا ولایت والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد صاحب، د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس مولوي احسان الله احمد، یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د يادو شبکو د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمينه برابره او په بشپړېدو سره به یې شاوخوا (۵۶) زره کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او مل. . .

BACK TO NEWS