په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو (۸) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۳:۲۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د فاریاب ولایت په دولت آباد، شیرین تګاب، ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو کې د څه باندې (۳۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۸) شبکو د جوړولو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس الحاج مولوي علاوالدین حق پرست،  یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب وینا وکړه او وویل: موږ کوښښ کوو د خپل شته امکاناتو سره د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو پربنسټ پراختیايي پروژې پلي او عملي کړو.

د یادو شبکو په بشپړیدو سره د نوموړیو ولسوالیو (۱۸۹۶) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۳:۲۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو (۸) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د فاریاب ولایت په دولت آباد، شیرین تګاب، ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو کې د څه باندې (۳۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۸) شبکو د جوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۴۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو یو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په قره شیخي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه  بند د جوړولو چارې بشپړې او نن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۸
Background image

په جوزجان او سرپل ولايتونو کې د پاکو اوبو رسولو (۱۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د جوزجان ولايت په آقچې، فیض‌اباد، خانقاه، خواجه دوکوه، مردیان، منګجیک ، قوش‌تیپې او  د سرپل ولایت په سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندې ولسوالیو. . .

BACK TO NEWS