په فاریاب ولایت کې د اوبو یو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۴۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په قره شیخي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه  بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، د فاریاب ولایت والي مولوي عبدالاحد فضلي، مل پلاوي، د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخيل، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي علاوالدین حق پرست، یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: زموږ او ستاسو دنده ده چې له اسلامې نظام څخه ساتنه وکړو او د اسلامي نظام تقاضا دا ده چې په ټول هېواد کې عدالت وي، په کوم هېواد کې چې عدالت وي ستونزې نه رامنځته کیږي.

همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپلو ژمنو سره سم په دې توانیدلی ترڅو د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د غوښتنو سره سم بیلابیلې پراختیايي پروژې پلي او عملي کړي.

د اوبو دغه بند (۴۱،۵) متره اوږدوالی،  (۳) متره لوړوالی او (۱۸) متره عرض لري

د یاد بند د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې  وه او په بشپړیدو سره یې د نوموړي کلي سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS