د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو روزنیز ورکشاپ ترسره شو

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۰:۴۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي رئیسانو، ولایتي رئیسانو او ولایتې انجینرانو د همغږۍ درې ورځنی دایر شوی روزنیز ورکشاپ د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ د انټرکانټینینټال هوټل په مقر کې ترسره شو.

په یاد ورکشاپ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر، د چارو ادرې سرپرست رئیس نورالحق انور، د وزارت مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رئیسانو او همدارنګه د ولایتونو انجینرانو ګډون کړی وو.

د ورکشاپ په پیل کې د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده ولایتي رئیسانو ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو سکتوري وزارت دی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پام وړ فعالیتونه لري او د ولایتې ریاستونو، پراختیایي شوراګانو او همکارو مؤسسو په همکارۍ او همغږۍ بیلابیلې پروژې پلې کوي.

وروسته ولایتي رئیسانو په خپل نوبت سره خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او د خپلو ولایتونو د خلکو عمده ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د دغه روزنیز ورکشاپ په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د ولایتونو ټولو رئیسانو ته د متوازن انکشاف هدایت وکړ او وویل چې مستحق او اړمنو خلکو ته د پروژو د تطبیق په وخت کې لومړیتوب ورکړئ.

همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه د دغه روزنیز ورکشاپ موخه دا ده چې د ولایتي ادارو سره هماهنګي او  د مؤسساتو لپاره د جوړ سوي طرزالعمل له مخي د هغو سره د تفاهم نامي لیکلو وروسته له دوی سره په کارو کې همکاري وکړئ، ترڅو د پروژو تطبیق د ځنډ او خنډ سره مخ نسي او د ټولو پروژو سم نظارت مو مسؤلیت دی.

په نوموړي ورکشاپ کې د چارو ادارې سرپرست شيخ نورالحق انور د دي ورکشاپ د اهمیت او ارزښت په هکله خبري وکړې او وویل، دنده یو امانت دی او باید په دولتي ادارو کې وړ کسان وګمارل شي.

ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویش او خیر دعائيې په کولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د بادغیس ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په انګړ کې د یو محراب مسجد شریف د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي او د‌ ياد ریاست رئیس مولوي محمد روزی منصور صاحب  له خوا د بادغیس ولایت د کلیو د بیارغونې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۴
Background image

په بادغیس ولایت کې د اوبو رسولو دوه شبکې او د اوبو تصفیې سیسټم ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو، بالا مرغاب او قادس ولسوالیو کې د (۱۴،۵) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو او د اوبو تصفیې سیسټم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی بند د جوړولو د کار له بهير څخه ليدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخند زاده صاحب او مل پلاوي د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی ذخيروي بند د جوړولو د کار له بهير څخه ليدنه وکړه.

د. . .

BACK TO NEWS