د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ډاکار مؤسسې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ډاکار مؤسسې له رئیس پیډر ټورننګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د ډاکار مؤسسې رئیس ښاغلي پیډر ټورننګ د یادې مؤسسې د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل. ښاغلي پیډر وویل، په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له برکته اوس موږ کولای شو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو د اړتیاوو په اساس پروژې په ښه کیفیت او پر وخت پلي کړو. هغه زیاته کړه، دوی به کوښښ وکړي چې یاد وزارت سره په پوره همغږۍ په محرومو سیمو کې لا زیاتې نورې پراختیايي پروژې پلي کړي.

 ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د ډاکار مؤسسې رئیس ښاغلي پيډر تورننګ او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامدارو مرستو قدرداني کوي او ټینګار يې وکړ چې پروژې باید هغو لرو پرتو سیمو کې پلي شي چیرته چې اړتیا ورته لیدل کیږي او ژمنه يې وکړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه تل تاسې سره همکار دی.

 په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د تولیدي شرکتونو په ګډون ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست له لوري د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS