د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب له خوا پيل شو.
په ياده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب د دغه ورکشاپ د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او وویل: الحمدلله زموږ هېواد د ابادۍ په لور روان دی او موږ باید د هېواد ابادولو لپاره له هرې موقع څخه استفاده وکړو.
دغه راز الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې د بریالیتوب راز د علم په زده کولو کې دی او هر کارکوونکی ته یې د زده کړو د کچې لوړولو په برخه کې اړینې سپارښتنې وکړې.
