په ننګرهار ولایت کې د پاکو اوبو رسولو (۲۷) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۵
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د ننګرهار ولايت په( ۱۷) ولسواليو او د تورخم سیمې په عمري کمپ کې د يوې لوی شبکې په ګډون د( ۱۴۸ )ميليونه افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۲۷) شبکو د جوړولو چارې بشپړې او نن د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب، مل پلاوي، د ننګرهار ولایت والي الحاج ملا ګل محمد اخند، د عمري کمپ مسوول مولوي محمد هاشم ميوندوال، د دغه ولایت د عامې روغتيا رئیس مولوي امين الله شريف، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي قسمت الله مبارز، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: موږ به د خپل مسووليت له مخې د بيا راستنيدونکو کډوالو لپاره د عمري کمپ په شان به په نورو کمپونو کې هم د څښاک پاکو اوبو زمينه برابروو او دا د خوښي ځای دی چې د ننګرهار ولایت په (۱۷) ولسواليو کې زرګونه کسانو ته د پاکو اوبو زمينه برابره شوه،

وزير صاحب زياته کړ مونږ به د هيواد د هغه اوسيدونکو لپاره چې د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي د پاکو اوبو زمينه برابرو.

د یادو شبکو په بشپړیدو سره د نوموړي ولایت زرګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د تولیدي شرکتونو په ګډون ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست له لوري د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS