د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په بادغیس ولایت کې د ۱۲.۳ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۲۰:۴۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په قادس خوردک سیمه کې د څه باندې (۴۸) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۲.۳) کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له خوا پرانیستل شوې.

په دې پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د بادغیس ولایت والې ملا عبدالصمد جاوید، د بادغیس د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس، یو شمیر نورو مسؤلینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.

یاد سړک د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه جوړیږي چې په اوږدو کې يې د (۴۵۵) مترو په اوږدوالي د محافظوي دیوال، (۲۸) عدد پلچکونو او یو واش جوړول هم شامل دي.

د دغه سړک د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړې سیمې د سلګونه اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د قادس ذخیروي بند د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو د دغه بند د جوړولو چارې په ټاکلي وخت او صحیح شکل سره بشپړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS