د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۲:۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتوتي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال وزیر صاحب سره د خپلو فعالیتونو په تړاو معلومات شریک کړل او وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت یو مهم او سکتوري وزارت دی چې په کلیوالې سیمو کې د پروژو پلې کولو کې مهم رول لري او غواړو چې د بشرې مرستو څخه د پراختیایې پروژو د تطبیق په لور روان سو.

همداراز ښاغلي اندریکا راتوتي د مهمو پروژو په ځانګړي ډول د واش په برخه کې د وزارت له همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ پلان لرو ترڅو د اوبو رسولو په برخه کې د دغه وزارت سره لا زیات کار وکړو.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ويې ویل د پراختیایې پروژو پلې کول یو مهم او اړین ګام دی او باید تر بشري مرستو بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.

همدارنګه ښاغلې وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې زمونږ مسؤولیت دا دی څو د خلکو د لومړیتوبو په پام کې نیولو سره پروژې په شفاف او ښه کیفیت ترسره شې ترڅو هیوادوالو ته یې دوامداره ګټه ورسیږي.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS