د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۷:۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې رسنیو ته وړاندې کړې.

په یاد خبري کنفرانس کې د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د کلیو ودانیزو چارو مرستیال مفتي سید احمد مستقیم، مرکزي رئیسانو او خبریالانو ګډون کړي وو.

د خبري کنفرانس په پيل کې الحاج ملا محمد یونس اخندزاده وینا وکړه او ويې ویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي امکاناتو له کموالي سره سره وکولای شول چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې کلیوالو ته د پاکو اوبو د برابرولو، د چیکډیمونو، پلونو، پلچکونو، کلیوالي سړکونو او استنادي دیوالونو د جوړولو پروژې تطبیق کړي.

ورپسي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رئیس مولوي مرزا محمد شکیب د یاد وزارت د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله وویل: د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د سړک د ترمیم او بیاجوړونې او له بزهای ګنبد څخه د چین هېواد تر پولې پورې د سړک، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ذخیروي بند او په مرکز قلعه نو کې د پاکو اوبو رسولو د شبکې، د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د استنادي ديوال او د هېواد د (۱۳) ولایتونو په (۱۴۲) ولسوالیو کې د باراني اوبو د ذخیره کولو په موخه د چیکډیم د جوړولو چارې پيل شوي.

دغه راز محترم شکیب صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د فوق العاده فرمان په اساس د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړیږي.

یاد خبري کنفرانس د خبریالانو د پوښتنو د ځواب ورکولو وروسته پای ته ورسید.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د آغاخان دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د آغاخان دفتر له رئیس ډاکټر نجم الدین نجم او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۴:۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ورلډ ویژن مؤسسې له رئيسې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ورلډ ویژن مؤسسې له رئیسې تمندرې دي سلوا او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ډاکار مؤسسې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ډاکار مؤسسې له رئیس پیډر ټورننګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

BACK TO NEWS