د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې سربندونه او کانالونه جوړیږي

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۳۹
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د نورستان ولايت په (۹) بيلابيلو ولسواليو  کې د څه باندې  (۱۷)  ميليونه افغانيو په لګښت سر بندونه او کانالونه  جوړيږي، چې له جملې څخه یې د یاد ولایت په دریو ولسوالیو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او مل پلاوي له لوري يې عملا چارې پیل شوې.

په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، مل پلاوي، د سیمې علماء کرامو، سپینږیرو او مخورو ګډون کړي وو.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره  شي او د دغو پروژو په بشپړيدو سره به په اړوندو برخو کې د يادو ولسواليو د ولسونو ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS